د معلوماتي ټکنالوژۍ مخابراتو او ساینس وزارت نوماند وزیر د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو په کمېسیون کې:

Author image
enayat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۳:۷
m

د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت نوماند او سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د سه شنبې په ورځ د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون پوښتنې ځواب کړې.
په دې غونډه کې د بېلابېلو ټلیفوني شبکو ستونزې، د آنتنونو قطع کېدل، کمزوري انټرنېټ او ځینو نورې ستونزې وپوښتل شوې.
نوماند وزیر محمد فهیم هاشمي د دې پوښتنو په ځواب کې وویل چې ډېرې له یادو پوښتنو د اترا ادارې ته متوجې دي.
هغه وویل: " د اترا اداره له تېرو دریو کلونو راهیسې د یوې خپلواکې ادارې په توګه د مخابراتي شبکو ټول مسؤلیت په غاړه لري او د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت په دې اړه.مسؤلیت نه لري."
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:" د مخابراتي شبکو د کړنو د ارزونې مسؤلیت د اترا ادارې په غاړه دی خو د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د اړتیا پر مهال د ځینو حساسو ستونزو د هواري لپاره له اترا ادارې سره همکاري کړې ده."

m


همدا رنګه په دې غونډه کې د معالوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو سکټور پر حقوقي چوکاټ او د دې سکټور له لارې پر اقتصادي ودې او د مخابراتي کورنیو او بهرنیو شبکو پر کړنو، نوري فایبر او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې وشوې.
د تېرې ورځې په ناسته کې د نوماند وزیر ښاغلي هاشمي له لوري د ولس د استازو ټولې پوښتنې او اندېښنې ځواب شوې او  په دې سره مو د راتلونکو غونډو لپاره هم زمینه سازي وکړه تر څو د معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو او ساینس وزارت او د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو ادارې تر منځ هر کله د نظر تبادله وشي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د مشر او نورو غړو له لورې د سرپرست وزیر ښاغلي هاشمي ځوابونه د قناعت وړ وبلل شول او له هغه یې په غونډه کې د ګډون له کبله مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته