له مخابراتو وزارت څخه ۸۰ ښځینه محصلینو خپل ستاینلیکونه تر لاسه کړل!

Author image
enayat_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۲
WAMAN


د ډیجیټلي  مهارتونو د پراختیا ریاست:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا، د بېلابېلو پوهنتونونو ۸۰ ښځینه محصلینو ته په ورځنیو چارو کې له ټکنالوژۍ څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه پیل شوی پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
دغه ښوونیز پروګرام، چې د  Networking, Data, women in cyber او Practical sessions په برخو کې د مخابراتو وزارت په ودانۍ کې په لاره اچول شوی وو، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغو شویو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسېده.

A


په دغه مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د دفتر رییس احسان الله احمدزي، له ښوونیز پروګرام څخه فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه: هیله من یو، دغه ښوونیز پروګرام مو د ژوند په چارو کې لا زیاتو بریاوو ته لاره هواره کړي.
وروسته د دغې برخې مسوولې اغلې زهرا نظري، د مخابراتو وزارت له مشرتابه څخه د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو په پام کې نیولو له امله د مننې تر څنګ، د راتلونکو ښوونیزو دورو په اړه خپل پلانونه شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته