د افغانستان د نوري فایبر شبکې درې کلنه بنسټيزه ستراتیژي اجرایی شوه

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

اعلامیه مطبوعاتی

عنوان:د افغانستان د نوري فایبر شبکې درې کلنه بنسټيزه ستراتیژي اجرایی شوه

تاریخ: پنجشنبه ۲۹/۱/۱۳۹۸

د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت دافغانستان د  نوری فایبر شبکې درې کلنه بنسټيزه ملي ستراتیژي تدوین کړه چې موخې يې په سيمه کې افغانستان د معلوماتو د لیږد په ترانزیت بدلول، په روغتیایی، پوهنیز، لوړو زده کړو او ټولنیزو سکتور  کې  د معلوماتي ټکنالوجۍ  خدمتونو ته لاس رسی او پراختیا ورکول او د نوري فایبر له شبکې سره د هېواد د اوسیدونکو نښلول دي.

دغه ستراتیژي د زیربناو د کمیټې د دقیقې مطالعې وروسته او د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جلالتماب جمهور ریيس د یو لړ لارښوونو په نظر کې نیولو سره اجرایی شوه، چې د نوري فایبر د زیربناو په برخه کې یو لوی پرمختګ او لاسته راوړنه ده چې نه یوازې په هېواد کې حلقوي نوري فایبر تکملیږی بلکې په دې برخه کې د خلکو اړتیاوې ورسره پوره کيږي.

له نیکمرغه نوري فایبر شبکه دا مهال په افعانستان کې ۴۷۰۰ کیلومتره پراختیا لري او په ۲۵ ولایتونه ددغه شبکې سره تړل شوي او پر دې سربیره دغه شبکه د ایران، ازبکستان، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره نښلول شوي ده.

د نوري فایبر شبکې د پراختیا ستراتیژي د ملي شبکې  پراختیا ده چې ملي او سیمه ایزه بیلابیل طرفونه   د خپل پوښښ لاندې راولي او تمه ده چې د راتلوونکي ۱۳۹۸-۱۴۰۰ کلونو پوري به په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو زیربناوې تقویت او پراختیا پيدا کړي،د ولایتونو د مرکزونو سره ولسوالۍ ، ښوونځي روغتیايي مرکزونه، پوهنتونونو او سوداګریز مرکزونو په نښلیدو سره به زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

افغانستان په سیمه ایزه کچه د معلوماتو د ترانزیت د لیږد په معبر بدلول ددې سترایژی مهمه موخه دی، ددې سترایژی په پلي کیدو سره افغانستان نوري فایبر ملي شبکه د وريښمو له لارې تاجکستان، قرغزستان او چین هېوادونو او د واخان د هلیز له  لارې د چین جمهوریت د نوري فایبر شبکې سره په مستقیمه توګه نښلوي.

ددې ترڅنګ په نظر کې ده چې د افغانستان د نوري فایبر ملي شبکه د لارجورد له لارې( ترکمنستان- ازربایجان او اروپايي هېوادونو) د ازربایجان د شبکې سره وصل شي چې په دې سره به د افغانستان له لارې  چين ته د اروپايي هېوادونو د معلوماتو د لیږ ترانزیت زمينه برابره شي.

په دې سربیره به د ازربایجان د معلوماتو د لیږد ترانزیټ جنوبي اسیا هېوادونو او برعکس د هغې هېوادونو ازربایجان ته د لیږد زمینه برابره شي.

د نوري فایبر ملي شبکه  د چابهار بندر سره په نښلیدو به سیمه ایز نښلیدو ته پياوړتیا وربخښي  د معلوماتو د لیږد ترانزیت د خلیج هېوادونو څخه اروپایی او لري اسيايي هېوادونو او برعکس زمينه برابره شي.

افغانستان د معلوماتو د لیږد د ترانزیت په بدلیدو سره زیات عواید لاسته راوړي او د سیمې هېوادونو سره متقابل همکاري زياتيږي.

د نوري فایبر ملي شبکې د پراختیا ستراتیژي د افغان متحصصینو له لوري طرح او جوړه شوي او د لوی خدای په فضل به ددغه ستراتیژی په رڼا کې په راتلوونکو دریو کلونو کې ټولې موخې ترلاسه شي.

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې په راتلوونکو دریو کلونو کې پاتې نهه ولایتونه، ۱۵۱ ولسوالۍ، ۲۰۰ ښوونځي او ټولو د لوړو زده کړو مرکزونه، دولتي ادارې او لوی ښارونه د نوري فایبر د ملي شبکې سره ونښلوي او د دولتي انټرنیټ شبکې مصونیت رامنځته کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه ستراتیژی د پلي کولو طرح تدوین کړي او د روان کال د پیل سره سم به ددې ستراتیژی د عملي کیدل پیل شوي او د مهال ویش سره به د وزارت د رهبری له لوري ددې ستراتیژی د نظارت چارې مخ ته وړل کيږي.