د لومړي ځل لپاره په افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت کې د انټرنټ بنډوېټ د توزیع د مدیریت سیستم(Bandwidth Management System) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د معلوماتي ټکنالوجۍ، تجهيزاتو، د بنډویټ د ویش د مدیریت او د کار څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ايوبي وویل چې د لیدنې په ترڅ کې يې ډاډ ترلاسه کړ چې دغه سیستم د بنډويټ د ویش په پروسه کې اغیزمنتیا او شفافیت رامنځته کړی دی.
افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د انټرنټ د لا ښه ویش او په دغه برخه کې د شفافیت په موخه د بنډویټ د مدیریت سیستم رامنځته کړی چې پر بنسټ يې د انټرنت د بنډويټ په ویش کې شفافیت رامنځته کيږي، همدرانګه پيریدونکي ددغه سیستم د راپور په اساس پېسې ورکوي او برسیره پردې غېر اخلاقي او غیر مجاز سايټونه ددغه سیستم له لارې بنديږي.