د Content Management System پيژندنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۴:۲۶
برنامه معرفی Content Management System جهت تسهیل روند اطلاع رسانی در کشور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د محتویاتو مدیریت سیستم معرفي کړ.

 د یاد سیستم پر بنسټ به د دولتي ادارو ټول ویب سايټونه د يو مرکز څخه مدیریت کيږي چې په پایله کې د معلوماتو رسونه اسانه کيږي.

په کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر هادي هدایتي په خپلو خبرو کې  وویل چې ددغه سیمستم د رامنځته کيدو څخه زموږ موخه د مخابراتي ټکنالوجۍ د و سایلو له لارې د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو د تامینولو په اساس هېواد په معلوماتي ټولنه بدلول دي.

هغه زیاته کړه په دې موخه مو Content Management System رامنځته کړی  چې د پرمختللي معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخېستنه  دولتي ادارې و کولی شي  خپل سايټونه په اسانه او چټکه توګه مدیريت کړي او ددې لارې  شته لاسته راوړنې، فعالیتونه او پلانونه له خلکو سره شریک کړي.

د دولتی بنسټونو په ټولنیزو پاڼو کې د مطالبو ښودل او نښلول، د معلوماتو خوندیتوب، د ویب سایټونو د پراخیتیا وړتیا، د مخکینې تخنیکي پوهې پرته د ویب سایټونو زده کړه او مدیریت، د سیستم د مدیریت لارښود او د دریو ( پښتو، دري، انګلیسي) ژبو درلودل ددغه سیستم له ځانګړنو څخه دي.

د یادونې وړ چې تر دا مهاله د ۲۵ بیلابیلو دولتي ادارو ویب سايټونه ددغه سیستم له لارې جوړ او مدیریت کیږی او په پام کې ده  چې د روان کال تر پايه د هېواد ټولې دولتي ادارې ددغه سیستم له لارې مدیریت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته