د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د (آسان وظیفې) په نوم د کارموندنې پورټال پرانېسته وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۵:۴۵
پورتال کاریابی در سکتور مخابرات و تکنالوژی معلوماتی تحت نام " آسان وظیفه" افتتاح شد

نن مو د آسان خدمت ادارې د مسؤولينو ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او کارکوونکو په حضور کې د افغانستان په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د آسان وظیفې په نوم د کارموندنې لومړی پورټال پرانېست.

ددغه پورټل د جوړېدو موخه د کاري فرصتونو، د ظرفيت لوړونې د برنامو بهتر تنظیم او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د متخصصو بشري سرچينو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.

دا پورټل په حقیقت کې ستاسو، تعلیمي او اکاډميکو بنسټونو او د کار بازار تر منځ د وصل د نقطې په توګه حسابېږي، د تعليمي او تحصيلي بنسټونو لپاره زمینه سازي کوي چې د خپلو تازه فارغ شويو محصلينو شهرت په کې راجستر کړي او هغه ادارو سره چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې بشري سرچينو ته اړتيا لري، د وړ او په کار پوه اشخاصو د پېژندنې او استخدام په برخه کې همکاري کوي چې د وخت او سرچينو د مصرف مخه هم نيسي.

د يادولو وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاري فرصتونو او ظرفيت لوړونې د پروګرامونو پروګرامونه به له دې وروسته د آسان وظیفې پورټل له لارې اعلانېږي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور څخه هم هیله کوو چې د اړوندو برخو کاري فرصتونه او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو په اړه خپل پروګرامونه له دې لارې اعلان کړي
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د (ITU) آنلاین ناسته کې چې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې او...

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۴:۱۸
Background image

په بامیان ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي شکایتونو ته د رسیده‌ګۍ کړنلارې د بداېنې لپاره د نظرغوښتنې ناسته شوه

د نظرغوښتنې دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي ریاست لخوا د بامیان په ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي شکایتونو ته...

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۷:۲۹
Background image

د ملي رادارونو لومړۍ برخه له فرانسې څخه افغانستان ته راورسیده

دا ملي رادارونه چې د افغانستان حکومت لخوا له یوه فرانسوي شرکت څخه پیرودل شوي وو لومړۍ برخه نن سهار افغانستان ته...

بېرته خبرونه ته