کابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوي رئیس معرفي

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۸ - ۱۷:۲۲
معرفی رییس جدید ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د کابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوې رئیس محترم محمد بلال مسکين ددغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ او په چارو کې يې ورته د برياو دعا وکړه.

محترم محممد بلال مسکين د حکومت او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې ورته سپارل شوې دندې به پر وخت او ښه توګه تر سره کوي او د کابل خلکو ته به د خداماتو د پراختيا زمينه برابروي.

همدا شان محترم شهزاد آريوبي د محترم مسکين له معرفي وروسته د کابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ټولو ادارو څخه لیدنه وکړه، د عامه خدماتو او په ځانګړې توګه د مخابراتي خدماتو د بهبود په موخه يې اړندو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته