د پوهنې وزیر سره د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال په اړه لیدنه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د خپل کار په دفتر کې د پوهنې سرپرست وزیر محترم دکتور محمد میرویس بلخي، د پوهنې وزارت مرستيال محترم ابراهيم شينواري او د اترا ادارې رئیس محترم نجیب عزیزی سره ولیدل او د انټرنېټ له لارې د ښوونځيو د اتصال د نوو پروګرامونو په اړه مو هر اړخيزه خبرې وکړې.
محترم شهزاد آريوبي وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همېشه د دولتي ادارو او بنسټونو سره د معلوماتي ټولنې د رامنځته کېدو په موخه همکاري کوي او په پام کې لري چې راتلونکي تعلیمي کال کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له زرو زیات ښوونځي د انټرنېټ له لارې وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ ټول وسایل او امکانات ورته برابر کړي. .
ښاغلي آريوبي همدا راز زیاته کړه چې عصري زده کړې او د هېواد د تعليمي وضعيت د بهبود په موخه د انټرنېټ څخه ګټه اخیستنه، د راتلونکي نسل د ودې، پراختيا او معلوماتي ټکنالوجۍ سره یوځای د ښوونيزې ټولنې د مدرنيزه کولو لپاره یو مهم او ګټور ګام دی.
