د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د معاشونو د تر لاسه کولو اندېښنه مه کوئ

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۴ - ۱۰:۸
46751562_1985209225109628_3875383286494658560_n.jpg

تر دې وروسته د هېواد په هر ګوټ کې کولای شئ، خپل معاشونه د مبایل له لارې د معاشاتو د ورکړې پروژې څخه په آسانه او کم وخت کې تر لاسه کړئ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مبایل له لارې د معاشاتو ورکړې منځمهاله پروژې له دوه کلونو راهيسې په کار پیل کړی.

د اوس لپاره د کار او ټولینز چارو وزارت له ۵۰۰۰ څخه زیات کارکونکي اوهمدارنګه په کندهار، ننګرهار او پروان ولایتونو کې د پوهنې وزارت ۲۴۳۵۴ کارکونکي خپل معاشونو د مبایل له لارې تر لاسه کوي او د پوهنې وزارت ۱۱۶۰۰۰ کارکوونکو د نوم ليکنې پروسه جريان لري.

د مبایل له لارې د معاشاتو د ورکړې پروژه به تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د هېواد ټولې دولتي ادارې او وزارتونه تر خپل پوښښ لاندې راولي، چې دې روڼوالي او سانتیا په رامنځ ته کولو کې به جوت رول ولوبوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته