د هندوستان د مخابراتو وزارت مرستيالې سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۹ - ۱۴:۳۷
45054069_1972344193062798_5007007130612400128_n

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د کنفرانس په څنډه کې د هندوستان د مخابراتو وزارت مرستيالې آغلې Aruna Sundararajan سره ولیدل او د افغانستان او هندوستان د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په اړه يې خبرې وکړې.

محترم آريوبي همدا شان د ناستې په جریان کې د افغانستان د ICT سکټور د پراختيا په برخه کې د هندوستان د همکارۍ، په هندوستان کې د سيمې په کچه د ITU India څانګې پرانېستې، د افغانستان د ملاتړ په موخه د الکټرونيکې زده کړو(e-learning) پروګرام او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

هندوستان د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې یو له سترو ملاتړ کوونکو هېوادونو څخه دی او د افغانستان حکومت يې په دې برخه کې له همکارۍ منندوی دی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته