د ITU غړو هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۳ - ۱۱:۱۰
d

د ITU غړو هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي د سویلي افریقا دوربان ایالت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د آترا ادارې مرستيال محترم سيلاب اميري يې ملتيا کوله، د ITU نړیوال کنفرانس به څنډه کې د مخابراتو نړيوالې اتحاديې “ ITU” سکرتر جنرال د معلوماتي ټکنالوجۍ د څانګې رئيس د پُست نړيوالې اتحاديې “UPU” سکرتر جنرال، د آذربایجان د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال وزیر او د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت په مشري د پارلماني پلاوي سره ولیدل.

په دغه ناستو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر، د اړوندو مسؤولينو سره د دوه اړخیزه اړیکو پر ټېنګښت، په ټوله کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر پراختیا او د ITU 2018 کال د ټاکنو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته