د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتو نړیوالې ادارې په غونډه کې ګډون وکړ

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۷/۱/۳ - ۵:۳
sdf

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي  دهېواد د مخابراتي سکټور په استازیتوب د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU-WSIS) د معلوماتي ټولنې په ناسته کې چې د 2018 زیږدیز کال د مارچ د میاشتې له 20-23  پورې د سویس هیواد په جنیوا ښار کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. 

دا غونډه ‌‌‌په کال کې یو ځل ترسره کېږي او پر پرمختلونکو ټکنالوژيکي او مخابراتي سیستمونو باندې بحث کېږي ترڅو د نړۍ هر هېواد وکولای شي دا ټکنالوژي په خپل هېواد کې پلي کړي.
د دغې ناستې له مخې د بورد غړي (وزیران) مکلف دي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ اهدافو نه په ګټې اخیستنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د ICT پروړاندې د اهدافو تطبیق او دوامدراه پراختیا په منظور او د ستونزو معلومولو لپاره په لوړه کچه د خبرو زمینه برابره کړي او دغه راز په ټولنو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د رغنده نقش لوبولو او د ګټورو کړنلارو تر لاسه کولو په موخه د څو اړخیزه همکاریو رامنځ ته کول یې بنسټیزه موخه ده.

 د سویس هیواد په جینوا ښار کې د معلوماتي ټولنې د سرمشریزې په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي ګډونوالو ته خبرې وکړی. په خپلو خبرو کې یې د انټرنیټ د اهمیت او په افغانستان کې د انټرنیټ د ستونزو په اړه یادونه وکړه. او له ګډونوالو سره یې په افغانستان کې د انټرنیت اوسنی حالت او راتلونکي پلانونه شریک کړل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته