د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلی د پرانستې په غونډه کې ګډون وکړ

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۶/۱۲/۴ - ۵:۳
sdfg

د روان 1396 کال د کب د میاشتې په 4 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جلالتمآب جمهور رییس په لارښوونه د هیواد په استازیتوب د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلی د پرانستې په غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د ترکمنستان د جمهوري دولت د ریلوې وزیر دهغه هیواد د استازي په توګه برخه اخستې وه. 
دا پټلی چې ۱۳ کیلومټره اوږده د افغانستان د هرات ولایت په تورغونډی سیمه کې د ترکمنستان هیواد څخه راغزیدلی ده د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې ډیر کومک کوي. 
په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو نه په لسګونو خلکو برخه اخستې وه او خپله خوښې یې په ملي نڅاوو سره ولمانځله. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته