په شمشاد تلویزون د برید په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د سرپرست پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د نهایت خواشینۍ ځای دی چې ترهه ګرو نن د هېواد په مخکښ تلویزون شمشاد برید کړی. په رسنیو برید د بیان په ازادۍ برید دی او دا زمونږ هغه ارزښت او لاسته راوړنه ده چې په هر قیمت یې دفاع ته چمتو یو. ترهه ګرو نن یو وار بیا ثابته کړه چې دوی هیڅ انساني ارزښت ته ژمن نه دي او حتا بې طرفه او ازاد مطبوعات هم تر برید لاندې راولي. 
مونږ د شمشاد تلویزون له مسولینو، کارکوونکو د رسنیو له ټولو استازو سره په دې غم کې شریک یو او هر راز ملاتړ یې خپل مسولیت بولو. 
د پېښې قربانیانو ته تسلیت او ټپیانو ته یې عاجله روغتیا غواړم. 

د تلپاتې سولې په هیله

شهزاد اریوبي
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت سرپرست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته