د می ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ د مخابراتو وزارت لخوا ولمانځل شوه
د مې ۱۷مه د مخابراتو نړیواله ورځ هر کال دمخابراتي او معلوماتي ټولنې یا (ITU) غړو هېوادونو له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي. دغه ورځ (د می میاشت اوولسم) سږ کال ( معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي کار رامنځته کوونه د ټولنیز بدلون لپاره ) د شعار لاندي په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوه ، چې د مخابراتي او انټرنیټي چټکو خدمتونو په پرمختګ کې یو اړین ګام شمیرل کیږي.
د مې ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ د روان ۱۳۹۵ کال د ثور میاشتې په ۲۸ نیټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي، د کابینې غړو ، د پارلمان غړو، مخابراتی شرکتونو او رسنیو استازو په ګډون په انتر کانټینینټال هوټل کې ولمانځل شوه.
د افغانستان د اجراییه ریاست دویم مرستیال ښاغلي محمد محقق چې په دې غونډه کې خبرې کولې وویل: چې د مخابراتو په ډګر کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي، هغه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې اقتصادي اهمیت ته په کتو سره زیاته کړه چې د هیواد په اقتصادي وده کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور اغیزمن او بنسټیز رول لري. که څه هم په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ شالید ډیر اوږد ندی، خو د دې سکتور پرمختګ ګړندۍ دی.
د کار را منځ ته کوونې په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رول په اړه ښاغلي محقق وویل: که چیرې دغه سکتور ته ډیره پاملرنه او زیاته بودیجه ځانګړې شي کولای شي چې د هیواد زرګونو ځوانانوته د کار زمینه رامنځته کړي. د اجراییه رئیس مرستیال وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په نورو سکتورونو کې هم ډیره اغیزه لري. همداراز د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازی ښاغلي احمدضیا مسعود غوندې ته په خپل لیږل شوي پیغام کې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي ویلې او په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د چټک پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړیده. هغه یادونه کړیده چې افغانستان د مخابراتي زیربناوو په لرلو سره د ارتباطي پله په توګه ارزښت او موقف لري.
ښاغلي احمد ضیأ مسعود په خپل پیغام کې ویلي دي: چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې مخابراتي پالیسی په ښه ډول پلي شوي دي، او د هیواد په بیلابیلو برخو لکه ( پانګه اچونې، کار رامنځته کوونې، د اطلاعاتو لیږد، زیربناوو وده) کې د چټک پرمختګ لامل شوی دی.
همدا ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي بریالی حسام د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او په خپلو خبرو کې په نړیواله او ملي کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګونو په اړه يې خبرې وکړې. ښاغلي حسام وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ په پایله کې نړۍ په یوه کوچني کلی بدله شویده. هغه یادونه وکړه چې مونږ سږ کال د مخابراتو او معلوماتي ټولنې ۱۵۱ کلیزه د ( معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتي کار رامنځته کوونه د ټولنیز بدلون لپاره ) تر شعار لاندې لمانځو.
په یاده غونډه کې ښاغلي حسام په هیواد کې د مخابراتي اومعلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ په اړه هم خبرې وکړې، هغه وویل: چې د مخابراتو وزارت په دغه سکتور کې د اغیزمنو قوانینو، پالیسیو او پانګې اچونې سره د سیمې په کچه د پام وړ پرمختګ کړی دی او په اوسني عصر کې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د ټولو سکتورنو لپاره محرکه قوه ګڼل کیږي.
وروسته د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتي چارو کمیسیون رئیسې آغلې ګلالۍ اکبري د ملي شورا په استازیتوب خبرې وکړې. هغې زیاته کړه چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی او افغانستان یې له نړۍ سره نښلولی دی. آغلې اکبري زیاته کړه چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د فساد په وړاندې په مبارزه کې تر ټولو اغیزمنه وسیله ده. همدا ډول آغلې اکبري یادونه وکړه چې د هغو سیمکارتونو د پلورلو څخه چې راجستر شوي نه وي په کلکه توګه مخنیوی وشي.
د افغان تیلی کام رئیس ښاغلی انجنیر ګل احمد راستمن او د افغان بیسیم شرکت استازی انجنیرمحمد هاشم پیمان پخپلو خبرو کې دمۍ ۱۷ نیټې لمانځنه او د ۲۰۱۶ کال موضوع یی با ارزښته وبلل. هغوی د خپلو شرکتونو د لاسته راوړنو، پرمختګونو او همداراز کاری ننګونو په اړه هم خبرې وکړې.
