د ارزګان مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه۲۱ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۷
مخابرات ولایت ارزگان

د ارزګان ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې شپږمی او اومې دورې څخه له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۱ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

ګډونوالو د علم، زده‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.

دغه راز، د ټکنالوژۍ د ارزښت او اغېز په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې په اوسني عصر کې معلوماتي ټکنالوژي د ژوند د آسانتیا، د ادارو د اغېزمنتیا او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزه وسیله ده. د کمپیوټر زده‌کړه کولی شي ځوانان له عصري نړۍ سره ونښلوي او هغوی د سالم فکر، نوښت او خدمت په لور رهبري کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

د نوښتونو د ثبت په اړه د باختر پوهنتون محصلینو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د سیمینار موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلینو او ځوانانو د نوښتونو د ثبت په اړه د پوهاوي لوړول، د څېړنې او نوښت لپاره د مناسب علمي او عملي چاپېریال...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې پوستي او کارګو شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ آپرا ادارې کړنلارې او مقررات په بشپړ ډول رعایت...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سلام مخابراتي شبکې یو مخابراتي آنټن جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د نورستان ولایت د مخابراتي ستونزو د حل او د یاد ولایت محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړ د چمتو کولو په موخه...

بېرته خبرونه ته