موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو هغو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او په تړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۲ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د ۱۴م منزل د تدارکاتو ریاست دفتر، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دویمه ناحیه ته وسپاري.

ناوخته رسېدلي آفرونه او یا د برېښنالیک (ایمیل) له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي. داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېبپاڼې (WWW.MCIT.GOV.AF) او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af  څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ښکته (دانلود) نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د ۱۴م منزل د تدارکاتو ریاست له دفتر څخه، محمد جان خان واټ، د کابل ښار دویمه ناحیه کې ترلاسه کړي.

د آفر پرانیستنې غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۲ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې ترسره شي.

سندونه:

د ۶۵ قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې شرطنامه

د ۶۵ قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان مکتوب

والسلام

الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۳۲ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۲۲ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲ کابل
Background image

موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او...

Back to tenders