په کونړ ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۹
ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت د پوسټي خدمتونو مارکېټ کي د پوسټي شرکتونو د فعالیتونو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست هیئت له لوري، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې له هغو شرکتونو څخه چې له پوسټي جوازه پرته یې خدمات وړاندې کول، لیکلی تعهد واخیستل شو. همداراز، ټولو پوستي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې خپل ټول فعالیتونه د اړوند شرکت د اصولو، اساسنامې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست د کړنلارې مطابق ترسره کړي، او غیرقانوني خدمتونو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره کیږي.

همدارنګه د دې څارنې په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوستي خدمتونو د تنظیم ( اپرا) ریاست لیږل شوی پلاوي یو پریزنټیشن چې پوستي خدمتونو کې د ورستیو پرمختګونو ، د فعالیت جواز ترلاسه کولو څرنګوالي او د څارنې پروګرامونو، پوستي سکټورکې د PDMS نوي سیسټم کارول ، نړيوالو پوسټي اړیکو، د پوستي او کارګو خدمتونو شرکتونو د کاري لارې په اړه د کونړ ولایت د پوستي خدمتونو شرکتونو یو شمېر استازو او د مخابراتو ریاست کارمندانو ته مفصل معلومات واړندې شول.

د یادونې وړ ده چې د پوسټي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې ټولې خپلې چارې به د اپرا ریاست کړنلارې د اصولو او اساسنامې پر بنسټ سرته رسوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته