د پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی ریاست د کمپیوټر ښوونیز کورس څخه ۱۵۶ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۲۰
ولایت پکتیا

د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز کورس (۲۱)مې دوری څخه ۱۵۶ تنه زده‌کوونکي فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.

یاد کورس د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې په نظري او عملي ډول ترسره شو چې د کمپیوټر بنسټیز مهارتونه، د مایکروسافټ افیس مهم پروګرامونه او نور اړوند ټکنالوجیکي موضوعات شامل وو.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

ګډونوالو د علم، زده‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.

دغه راز، د ټکنالوجۍ د ارزښت او اغېز په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې په اوسني عصر کې معلوماتي ټکنالوجي د ژوند د اسانتیا، د ادارو د اغېزمنتیا او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزه وسیله ده. د کمپیوټر زده‌کړه کولی شي ځوانان له عصري نړۍ سره ونښلوي او هغوی د سالم فکر، نوښت او خدمت په لور رهبري کړي. د یادونی وړ ده چی پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی ریاست له دی مخکی هم د کمپیوټر زده کړو په برخه کی شل (۲۰) دوری فارغین ورکړی وو او اوس مهال د کمپیوټر کورس (۲۲) دوره په جریان کی ده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته