هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۳۶ تنه فارغ شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۴۰
ولایت هرات

د هرات ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (د کمپيوټري اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې، له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۳۶ تنو زده کوونکو د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي خیرالله خیرخواه، د بیلابیلو ادارو کارکونکو، ښوونکو او زدکونکو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي خیرالله خیرخواه فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۳۶ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي خیرالله خیرخواه، د بیلابیلو ادارو...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي او انټرنټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونده تر سره شوه

په دې ناسته کې د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي پلان د تطبیق، د مخابراتي او انټرنټي ټاورنو د ثبت او راجستر، د فریکونسیو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۵۵
Background image

د کاپیسا ولایت مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي خدمتونو پرانیسته وشوه

په دې مراسمو کې د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال محترم شیخ اسدالله سنان څرګنده کړه چې ټکنالوجي د ننني عصر...

بېرته خبرونه ته