د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو لابراتوار د وسایلو او اجناسو د تدارک او تهيې پروژې د تړون ورکولو پرېکړې د اعلان په اړه

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دوهم فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو لابراتوار د وسایلو او اجناسو د تدارک پروژه، د تدارکاتي مراحلو له بشپړولو وروسته، د محدودې داوطلبۍ له لارې د «ډيپ لاجیک لوژستیک سرویسس» شرکت ته چې د غازي لېسې شاته، جمال مېنه، د کابل ښار په مرکز کې موقعیت لري، د ټولیز مبلغ نه میلیونه او یو سل پنځوس او یو زره څلور سوه اته پنځوس (۹,۱۵۱,۴۵۸) افغانیو په ارزښت ورکړل شوه.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، د موجه دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیز ودانۍ په څوارلسم پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې د احکامو پر بنسټ په لیکلې بڼه وړاندې کړي.

یادونه: دا اطلاعیه د تړون د عقد معنی نه لري، او تر هغه چې پورته موده بشپړه او قانوني مراحل ترسره نه شي، تړون به نه لاسلیک کېږي.

والسلام.

الحاج مولوی حمد الله " نعمانی"

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۳۵ کابل
Background image

د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولولو د اعلان بیا ځل خپرول

RFI  چې د ځمکني سټیشن د جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژې په اړه اعلان سپارل شوی و، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په غوښتنه بیا ځلي د ۲۰۲۶ کال د فبروري تر ۱۵ مې پورې وغځول...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image

Back to tenders