د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې ۳جي او ۲جي مخابراتي سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده کونړ ولایت په بیلابیلو سیمو کې تر دې مهاله د سلام مخابراتي شبکې ۱۰ سایټونه فعال شوي او د پاتې نورو سایټونو ودانیزې چارې روانې دي چې په دې سره به د یاد ولایت ګڼ شمیر سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

او همدارنګه د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

بېرته خبرونه ته