لوګر ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د څلورو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۲۷
ولایت لوگر افغانستان

د لوګر ولایت مقام او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز، برکي برک او څرخ ولسوالیو کلي کې د سلام او روشن مخابراتي شرکتونو د څلورو سایټونو له رغنیزو چاور څخه څارنه ترسره شوه.

په دغه څارنه کې چې د لوګر ولایت مرستیال والی ښاغلي مولوی محمدانور دین پرور هم ګډون درلود له مخابراتي سایټونو څخه د نظارت په ترڅ کې یې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه د مخابراتي شبکو پراخېدل د محلي ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا خدمتونه دې د ولایت ټولو برخو ته او په‌ ځانګړي ډول لرو پرتو او محرومو سیمو ته په عادلانه توګه ورسول شي.

ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور د لوګر ولایت له مخابراتو رئیس څخه د یادو مخابراتي سایټونو د ژر فعالیدو غوښتنه وکړه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ذکر شویو شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

بېرته خبرونه ته