GTR شرکت ته د پستي فعالیتونو جواز ورکړل شو:

Author image
enayat_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۵:۳۵
جواز

 

نن دوشنبه د ۱۳۹۸ هجري کال مرغومې میاشتې دوهمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اپرا ادارې یا پست ریاست او جي ټي ار شرکت تر مېنځ د پستي خدمتونو پراختیا او اغېزمنتیا تازه هوکړه لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد هادي هدایتي دغه ناسته کې وویل، خوښ یو چې د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې بل ستر ګام اوچتوو.

ښاغلي هدایتي زیاته کړه: « جي ټي آر، په افغانستان کې د پستي خدمتونو په برخه کې لسم شرکت دی، چې د پستي خدمتونو قانوني کولو او کاري اسانتیاوو رامېنځته کولو په برخه کې پام وړ پانګونه کوي

ښاغلي هدایتي زیاته کړه، د دغه تړون له مخې به د GTR شرکت (روان خدمت) څانګه په افغانستان کې پستي خدمتونو ته ځانګړې کوي او مونږ یې هر اړخیز ملاتړ ته تیار یو.

gtr

په غونډه کې د GTR شرکت رییس میرویس علیزي وویل: « خوښ یو چې په افغانستان کې د نورو برېښنايي خدمتونو تر څنګ بالاخره د ازادې سیالۍ له لارې، د پستي خدمتونو په برخه کې هم د خدمت زمینه تر لاسه کوو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پست ریاست، په بازار کې د پستي خدمتونو وړاندې کونکو تر مېنځ د سالم رقابت، معیاري نرخ لیکونو، په پستي خدمتونو کې د لوړ کیفیت، چټکتیا او خوندیتابه په موخه د خصوصي سکټور پانګونې ته تازه فرصتونه رامېنځته کړي دي.

.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته