۳۸ تنو د کمپیوټر شپږ میاشتنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۰:۵۰
۳۸ تنو د کمپیوټر شپږ میاشتنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل

۱۳۹۸.۲.۱۵
په دې موخه په جوړه شوې ناسته کې د پکتیا ولایت مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي، د پکتیا ولایتي شورا وکیل محمد رحمان قادري، د علماوو شورا رییس خواجه الدین حقبیان، د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو، د مخابراتي شبکو استازو، مدني فعالانو او خبریالانو ګډون کړی و.
د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس عبدالله توتاخیل نن د دغې ناستې په ترڅ کې د تېر یوه کال کاري راپور او د ۱۳۹۸ کال پلان په اړه مالومات هم وړاندې کړل.
عبدالله توتاخېل وویل چې په ۱۳۹۷ ل. ل کال کې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز او ولسوالیو کې د بېلابېلو ۱۹ نوي سایټونه فعال شوي؛ د افغان ټیلیکام د زون دفتر پکتیا ته راوړل شوی او د غیر قانوني سیم کارټونو د پلور مخنیوي د کمپاین په ترڅ کې د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې سېمکارټونه نیول شوي دي. نوموړي وویل چې په تېر یوه کال کې د مخابراتو ریاست تقریبا ۹۸ سلنه بودیجه مصرف کړې او همدا راز یې ۸۶ کسانو ته د کمپیوټر زده کړو زمینه برابره کړې ده. د مخابراتو رییس همدا راز وویل چې په تېر یوه کال کې یې د ریاست ټولې چارې برېښنایي کړې دي او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې تر څنګ یې په کاري چاپېریال کې د مثبت بدلون په موخه هم هڅې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې د مخابراتو ریاست لخوا د پاسپورټونو د چټکې توضېع لړۍ پیل او تر دې دمه یې سلګونه پاسپورټونه په پوره روڼتیا سره وېشلي دي.
توتاخېل وویل چې په ۱۳۹۸ کال به هم په مرکز او ولسوالیو کې زیات شمېر نوي مخابراتي سایټونو فعاله کړي او په ۱۱ ولسوالیو کې به 3G خدمات فعاله کړي.
مرستیال والي الحاج عبدالولي سهي او نورو ویناوالو د کمپیوټر زده کړو فارغینو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د کمپیوټر په برخه کې کورسونه د ځوانانو د روزنې په برخه کې ګټور یاد کړل، او د مخابراتو ریاست کلنۍ کړنې یې مثبتې وارزولې. دوی په خپلو خبرو کې وویل چې د ګزارش ورکوونې اصل باید په ټولو ادارو کې پلی شي چې دغه چاره به په اداري کارونو کې د روڼتیا رامنځته کولو او پر ادارو د ولسي باور له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
د غونډې په پای کې په د یاد ریاست څلور تنه کارمندان د ښو خدماتو له امله د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ لخوا په ستاینلیکونو ونازول شول او د کمپیوټر د شپږ میاشتینیو زده کړو بشپړونکو ۳۸ تنو زده کوونکو ته سرټفکیټونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته