کونړ ولایت غازي آباد ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
ولایت کنر افغانستان

کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت غازي آباد ولسوالۍ د رین درې ناکیناړ سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته د یاد ولایت محرومو سیموته د مخابراتي چوپړ وړاندې کولو په موخه جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته نیمګړتیاوې په نښه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۵
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

بېرته خبرونه ته