پکتیکا ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړېږي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۰:۴۰
مخابرات ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د پکتیکا ولایت یو شمېر علما او سپین ږیرو سره لیدنه ؤکړه.

د پکتیکا ولایت علماء او سپین ږیرو یاد ولایت کې د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه. د دوی په وینا له کلونو راپدیخوا پکتیکا ولایت ته د مخابراتي آسانتیاو په برخه د پام وړ کار نه دی شوی او اوس غواړي څو دغې برخې ته پاملرنه ؤشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا ولایت له راغلو علما او سپین ږیرو سره په لیدنه کې ؤویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې لسمې پروژه کې د پکتیکا ولایت په ګڼو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیول شؤي او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد هغه محرومې سیمې چې تر دې دمه ورته هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې نه دي رسیدلي ۴۵۰ مخابراتي سایټونه د قرارداد له مخې او همدا راز له ۵۰ ډېر مخابراتي سایټونه د واحدې منبع له مخې په نظر کې نیولي چې له مخې به یې د هېواد ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته