پکتیکا ولایت ډیله ولسوالۍ  کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۶:۲
ولایت پکتیکا افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د پکتیکا ولایت ډیله ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یوه سایټ جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د پکتیکا ولایت د ډیله ولسوالۍ زیات شمیرسیمي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او د اړونده ولسوالۍ اوسېدونکي به وکولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده د پکتیکا ولایت د ډیله ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیا ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت ۲ سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه د پکتیا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اتصالات مخابراتي شرکت...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

بېرته خبرونه ته