پکتیکا ولایت سر روضې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۲:۵۱
ولایت ئکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شبکې په ګډو هڅو د یاد ولایت سر روضې ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه انټرنېټي سایټ ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سلام مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادی سیمی اوسیدوونکی وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت سر روضې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته