پکتيا کې پنځوس تنه د معلوماتي ټکنالوجۍ له شپږ مياشتيني کورس فارغ شول

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۷/۲۵ - ۱۱:۲۹
44368451_1965844877046063_1277782727956889600_n

چهارشنبه/ د تلې ۲۵ مه/ ۱۳۹۷

د پکتيا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ ریاست د معلوماتي ټېکنالوژۍ له شپږ میاشتني کورس (Diploma in Information Technology) څخه پنځوس تنه فارغ شول.

د پکتيا ولايت مرستيال والي محترم عبدالولي سهي، د فراغت په دغه غونډه کې وویل چې نوي نسل ته اړينه ده، تر څو د عصري ټکنالوجۍ او معاصرې ادارې او بهيرونو سره اشنايي تر لاسه کړي.

مرستيال والي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له مسؤولينو او لنکن ښوونيز مرکز هم مننه وکړه چې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د زده کړو په برخه کې یې ځوانانو ته اسانتياوې برابرې کړې دي.

د پکتيا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ رئیس عبدالله توتاخېل وویل ددې تر څنګ چې له دې وړاندې يې اته جوپې نورو زده کوونکو ته هم ورته کورسونه جوړ کړي او په خبره يې چمتو دي چې د خویندو لپاره جلا ټولګی جوړ کړي، تر څو هغوی هم د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوجۍ معیاري زده کړو ته لاسرسی ولري.

ددې تر څنګ د پکتيا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست کې د لېنکن ښوونيز مرکز د فعاليتونو پرانیسته هم شوه چې په راتلونکې د نورو ځوانانو لپاره هم ورته پروګرامونه برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته