په کاری چاپیریال کې مسلکي چلند، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې د منځه وړلو قانون تر عنوان لاندې ورکشاپ

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۲/۲۴ - ۵:۳
sdfsdf

د روان 1397 کال د ثور د میاشتې په 24 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت جوړونې لوی مدیریت لخوا د ( په کاری چاپیریال کې مسلکي چلند، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې د منخه وړلو قانون) تر عنوان لاندې یوه ورخنی ورکشاپ جوړ شو.

په یاد ورکشاپ کې د مخابراتو وزارت د بشری سرچینو ریاست رئیس ښاغلي سید مسعود صمیم، د وړتیا لوړونې ادارې مسئول ښاغلي وفا محمد مصلح، د دعوت او ارشاد لوی مدیر ښاغلي مولوی دین خبر او د وزارت ښخینه کارکوونکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د بشري سرچینو رئیس د ورکشاپ د اهمیت په باره کې په تفصیل سره خبرې وکړې او وروسته ښاغلي وفا محمد مصلح د یاد ورکشاپ د محتوا په اړه معلومات ورکړ.

په ورکشاپ کې د لاندې موضوعاتو لکه: د کار په چاپیریال کې مسلکي چلند،  انفرادی مسلکي ځانګړتیاوې، شخصیت او ارزښتونه، د کاري ژوند د موخو او مدیریت تعریفول، شخصي موخو د ټاکلو اهمیت، د شخصي او کاروباري ژوند لپاره پلان جوړول، صداقت، عدالت، د ډیپلوماسۍ اخلاق او په کار کې توپیرونه، رسمي مسلکي اړیکې، د سازمان د اړیکو مدیریت کول، حساب ورکوونه او اعتبار، شفافیت او ځواب ورکوونه او په رسمي میټنګونو کې د رهبری اصول او آدابو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

همداراز د دعوت او ارشاد مدیر ښاغلي مولوي دین خبر د اسلام مقدس دین له نظره د ښځو د حقوقونو په اړه معلومات ورکړل او په افغاني ټولنه کې د پراخو اصلاحاتو هیله یې څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته