په کابل ښار کې شپږ پایي غیرقانوني سیم باکسونه کشف او ضبط شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

شپږ پایي غیر قانوني سیم باکسونه چې د کابل ښار د پولیسو په یولسمه او څلورمه امنیتی حوزه کې یې په غیر قانونی توګه فعالیت درلود کشف او ضبط شول.

د مخابراتي خدمتونود تنظیم ادارې مرستیال ښاغلي انجنیر خیر محمد فیضي نن دوشنبه د ۱۳۹۱ کال د چنګاښ په پنڅمه نیټه په یو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه او وویل: د هغو معلوماتو له مخې چې دې ادارې ته رارسیدلې وه، د جوزا ۸ مه او ۱۰ مه نیټه باندې د کابل ښار د پولیسو یولسمې او څلورومې امنیتی حوزې ته غیر قانونی مخابراتی وسایل راوړل شوی او فعالیت کوی، چې د آترا ادارې د څارنې ټیم،  د پولیسو او امنیت کارکوونکو په مرسته وشو کولای  دغه وسایل کشف او ضبط کړی.

ښاغلی فیضی زیاته کړه: دوه پایې سیم باکسونه د ۸ سیم کارتونو وړتیالري او څلور پایې نوریې ۲۷۳ سیم کارتو وړتیا لری. فیضي داهم وویل چې سیم باکسو سره یوځای ۳۴ قلمه توکي کشف شوی چې دټولو دستګاو او توکو مجموعي قیمت یې ۱۵۰ تر ۲۰۰ زره امریکایې ډالرو ته رسیږي.

د آترا ادارې مرستیال زیاته کړه د دا ډول سیم باکسونو کارول مخابراتي شرکتونو او دولت لوړ اقتصادي  زیان رسولی شي. او مخابراتي خدمتونو په کیفیت کی ستونزي رامنځته کوي.  

دسیم باکسونواستعمال اوپه نړیوالو مخابرو کې ترې ګټه اخیستل دافغانستان دولت او مخابراتي شرکتونو ته اقتصادي تاوان اړوي ،  دمخابراتی خدمتونو دکیفیت د کمښت سبب ګرځي اوهمدارنګه  دهیواد دامنیتي حالت د ګډ وډ کیدو لامل هم کیږي

دسیم باکس استعمالونکو ددې عمل په کول سره دمخابراتي خدمتونو دتنظیم دقانون دحکمونو مطابق لاندی موارد نقص کړيدي:

  1. له قانوني جوازپرته يې په مخابراتي خدمتونه لاس پورې کړی .
  2. داترا ادارې له اجازې پرته يې مخابراتي وسايل اوتجهيزات هیوادته راوړي او ګټه یي ترې اخیستې.
  3. دفریکونسیو له تخصیصاتو چې یوه محدوده ملی سرچینه او سرمایه ده په غیر قانوني توګه له جوازپرته يې ترې ګټه اخيستې ده.
  4. برسیره پر دې چې دولت اومخابراتي شركتونوته يي هره ورځ په زرګونه امريكايي ډالره اقتصادي زيان رسولی  د دې امکان هم شته چې دهیواد دامنیت ضد فعالیتونه یې هم ترسره کړي وي.

دمخابراتي خدمتونودتنظيم دقانون داحكاموپربنسټ هركله چې يو کس له قانوني جواز پرته  مخابراتي خدمتونه وړاندې كړي نوبرسیره پردې چی ټول وسایل ضبط او مصادره کیږي په نغدي مجازاتو او د مالي خسارې د ثبوت په صورت کې به جبران دخسارې کوي او دحبس په مجازاتو به هم محکم کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د غور ولایت په شهرک او تولک ولسوالیو کې ۳ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

یاد مخابراتي سایټونه چې د ۲جي او ۳جي عصري ټکنالوجۍ سمبال دي د غورلایت یادو ولسوالیو اوسېدونکو لپاره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د کړنلارې مطابق د سیم‌ کارتونو ثبت او راجسټر، د فریکونسیو جواز تمدید...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۶:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې رسماً د وزارت کارکونکو ته وروه پیژندل شو

د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظ الله تعالی د حکم پر اساس ښاغلی حافظ محمد امین جان عمري چې د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته