په کابل ښار کې، د انټرنیټ او ټلیفوني خدمتونو د ارزونې لړۍ پیل شوه:

Author image
enayat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۰:۲۳
m


د مخابراتو ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مشرتابه، تېره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د سلام مخابراتي شرکت انټرنیټ او ټلیفوني خدمتونو د ارزونې لړۍ پیل کړه.
د مخابراتو، ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، تېره ورځ د سلام شرکت مسوولینو او (اترا چیرته ده) څارونکې ټیم په ګډون په کابل ښار کې د مخابراتي او انټرنیټي کیفیتونو د ارزونې لړۍ له سلام او افغان ټلیکام مخابراتي شرکتونو څخه را پیل کړه.

m


د ارزونې په لړ کې، ښاغلي هاشمي د خبریالانو پر وړاندې ژمنه وکړه، چې په کابل او نورو ولایاتو کې به د سلام مخابراتي شرکت د کیفیت لوړونې په برخه کې له هیڅ راز هڅو و نه سپموي.
د وزارت مشرتابه په دې باور دی، چې په ټوله کې د مخابراتي او انټرنیټي کیفیتونو لوړونې اغېزمنه لاره، په بنسټیز ډول د وسایلو نوي کول او ظرفیتونو لوړولو له لارې شونې ده، چې په وینا یې سلام مخابراتي شرکت په دې برخه کي پام وړ پرمختګونه تجربه کړل.
د ښاغلي هاشمي په وینا، راتلونکی کال به سلام مخابراتي شرکت د شاوخوا ۷۰ میلیونه ډالرو پانګونې پر مټ، د هېواد له مخکښو او پرمختللو مخابراتي شرکتونو څخه وي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د سلام مخابراتي شرکت د کمزوري انټرنیټي کیفیت له امله دغه شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مشرتابه په لارښوونه د کابل ښار په ځینو سیمو کې خپل 4G خدمتونه پیل کړل.
هېره دې نه وي، چې د مخابراتي او انټرنیټي کیفیت ارزونې لړۍ به لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته