په پنجشیر ولایت کې د جوازونو د اعتبار موده او د راډیو او ټلویزیون د فریکونسو د اخلال د مخنیوي په موخه د فلټرونو نصبول وڅیړل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۵۹
مخابرات ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې ګډ مسلکي ټیم د پنجشیر ولایت په مرکز کې د راډیویي/ تلویزیونی فریکونسيو جوازونو د اعتبار او د فریکونسیو د اخلال د مخنیوي په موخه د بانډپاس فلترونو د نصب د ارزونې لپاره څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې د پنجشیر ولایت محلی تلویزیونونو/ راډیوګانو مسوولینو ته چې د جواز موده یې پای ته رسیږي، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډ ویت څخه چې د آټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول اړوند ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اترا په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

او همدارنګه لارښونه وشوه چی په خپلو ټاورونوکی د بانډپاس فلټر دستګاه نصب کړي ترڅو د فریکونسیو له ګډوډي څه مخنیوی وشی.

د يادونې وړ ده، چې د يادو تلویزیونو/راډيوګانو مسوولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته