په مخابراتو وزارت کې، د افغانستان اساسي قانون د تصویب شپاړسمه کلیزه ولمانځل شوه:

Author image
enayat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۷:۳۵
اساسی قانون

نن چهار شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې ۱۸ نېټه، په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د مشرتابه هییت، د اساسي قانون پلې کولو خپلواک کمیسیون غړو او یو شمېر رییسانو په ګډون، د اساسي قانون شپاړسمه کلیزه ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د اساسي قانون پر ارزښتونو د خبرو تر څنګ زیاته کړه، د اساسي قانون تصویب کلیزه لمانځل د دغه قانون ارزښت راښيي.
د ښاغلي هاشمي په وینا: «حقوقي برابري، د سیاسي نظام ارزښت، د اقتصادي ارزښتونو پالل او په ازاد بازار کې د انحصار مخنیوی د اساسي قانون له سترو ارزښتونو څخه دي.»
ښاغلي هاشمي زیاته کړه: «د اساسي قانون څار، پر ماهیت یې ځان پوهول او پر ځانونو د قانون پلې کول د هر افغان مکلفیت دی.»
په غونډه کې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال سید بلال هاشمي وویل: « خوښ یو چې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره یو ځای د سیمي په کچه یوه هر اړخیز او مخکښ اساسي قانون کلیزه لمانځو.»
ښاغلي هاشمي، اساسي قانون د حکومت او ولس تر مېنځ نښلوونکی پل وباله او زیاته یې کړه، اساسي قانون د افغان ولس ستره لاسته راوړنه ده.

ق


د اساسي قانون له شپاړسمې کلیزې څخه د لمانځنې په دغه غونډه کې، د اساسي قانون پلې کولو خپلواک کمیسیون غړي ډاکټر عبدالروف هروي، د قانون پر ارزښتونو او ځانګړنو لنډې خبرې وکړې.
ښاغلي هروي وویل: « د اساسي قانون څلورمه ماده، د افغانستان اصلي واکمنان ولسونه بولي، ځکه د ټولو چارواکو په ټاکنه کې ولس لوی لاس لري.»
نوموړي زیاته کړه: « د اساسي قانون تر ټولو ستر ارزښت دا دی، چې ولسونه یو موټې او یو ملت کېدو او حکومت د ټولنیز عدالت په پام کي نیولو له لارې پر ځان بسیا حکومتولۍ ته رابولي»
نوموړي ټینګار وکړ، د افغانستان اساسي قانون د سیمي په کچه یوازینی اسلامي قانون دی، چې د اسلامي شرعیت، نړیوالو قوانینو او ټولنیزو عادتونو پر اساس جوړ شوی، چې باید د دې خاورې هر وګړی یې درناوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اساسي قانون ۳۷ ماده د هیوادوالو د مخابراتي اړیکو پر محرمیت ټینګار کوي او زیاتوي،  د وګړو مخابراتي او مراسلاتي ازادي او محرمیت، له هر راز لاس وهنې او مداخلې خوندي دی، دولت د قانون له احکامو پرته د وګړو مخابراتي او مراسلاتي اړیکو د څار حق نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته