په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړولو طرح به ډیر ژر نهایِي شي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۳:۵۰
طرح ایجاد شورای تکنالوژی معلوماتی در ولایت لغمان

په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړیدو طرح د نظر غوښتنې په موخه په ۱۹/۴/۱۴۰۰ نیټه د ولایت اداري مجلس ته وړاندې شوه.

دناستې د پریکړې په بنسټ دطرحې د بیا کتنې لپاره یوه کمیټه وټاکل شوه ترڅو دغه طرح په هر اړخیز ډول وڅیړي او د تائید لپاره یې راتلونکې اداري غونډې ته وړاندې کړي.

د ولایت مرستیالې اغلی بریښنا صافۍ په مشری د بیا کتنې کمیټې په دې وروستیو کې دا طرح په هر اړخیز ډول وڅیړله او د لږو تغیراتو په راوستلو یې طرح تائید او د منظورۍ لپاره یې د راتلونکې اداري جلسې په اجنډا کی شامله کړه.

د یادونې وړ ده چې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا طرح څه موده وړاندی د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجۍ ریاست لخوا پدې ولایت کې په ورځنیو چارو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ټولو ادارو د هڅولو او د هغوی ژمنتيا او ملاتړ ترلاسه کولو، دولایت په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو همغږی، پراختیا او معیاري کولو،په تخصصي او مسلکي برخو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د وړتیاو لوړولو او له شته تخصصي ځواک څخه په ټولو ادارو کې تر اعظمی حده په مشترک ډول ګټه اخیستلو په موخه جوړه شوې چې د ولایت د اداري غونډې له تائید وروسته به دغه شورا عملا په کار پیل وکړی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته