په فاریاب، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د ثورمیاشتې په ۱۶ او ۱۸ مو نیټو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلي بریالی حسام او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په فاریاب،سمنګان او سرپل ولایتونو کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول.

ددغه سفرپه لړ کې د مخابراتو وزارت  تخنیکی مرستیال او ورسره پلاوي ته د یادو ولایتونو  د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډو کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړې شوې وې ګډون یې وکړ.

ښاغلي حسام په دغو غونډو کې خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز رول لوبوي، ښاغلي بریالی حسام زیاته کړه: چې د مخابراتو وزارت هڅه کوي د هر راز او بیلابیلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې په پراخه توګه هیواد والو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي تر څو ګران هیواد په یوه معلوماتي ټولنه بدل شي.

همدا راز ښاغلي حسام د افغان ټیلي کام سلام شبکې  خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې  سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.

همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ  خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې د یادو ولایتونو محترم والیان، قومي مشران او د ولایتي شورا غړو خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته