په انټرنټی نړۍ کی د ښځو زورول د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالي یوه برخه ده

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۰ - ۱۷:۸
تهدید زنان در دنیای انترنیتی بخشی از خشونت علیه زنان می باشد

د انټرنيتي فضا څخه ناوړه ګټه اخیستنه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه برخه ګڼل کېږي چې په کې معلوماتي ټکنالوجي د تهديد او مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د تحميل او آن مېرمنو ته د ضرر رسونې د هڅونې د وسيلې په توګه کارول کېږي.

د مخابراتو نړېوالې اتحادیې ITU وروستي معلومات ښیي چي مخ پر ودې هیوادونو کې ۳۳ سلنه کمې مېرمنې نارینه وو پرتله انټرنټ ته لاسرسی لري چې اصلي لامل آنلاین ګواښول دې.

زده کړې او له پوهې، تجربو، ټکنالوجۍ او نورو سرچينو څخه د څېړنو په موخه ګټنه، د مېرمنو اساسي حق دی چې د هغوی د ژوندانه په وده او بهترۍ کې ور سره مرسته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي په دې اطمینان ورکړ چې د سايبري قوانينو د تدوين، د مېرمنو د خونديتوب او د مېرمنو د حفاضت او خونديتوب په موخه د عملي لارو چارو د جوړولو په موخه به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت عملي ګامونه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هېوادوالو او رسنيو په هیله کوي چې د عامه پوهاوی لپاره او د مېرمنو حقوقو ته په درناوي سره چې زموږ ايماني مسؤوليت هم دی، کار وکړي، تر څو وکولی شو د هېواد د مېرمنو لپاره له تهديدونو خالي او یوه خوندي انټرنيټي فضا رامنځته شي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته