پنجشیر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکی دوه نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۲۲
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سلام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د پنجشیر ولایت په آبشار او پریان ولسوالیو کې د ټي ډی اف پروژې په مرسته د افغان ټلي کام  مخابراتي شرکت سلام شبکې  له لورې دوه نوي سایټونه په نیږدې راتلونکي کې جوریږي.

د دغو سایټونو په جوړیدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي و کولای شي لوړ کیفیت او چټک مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته