پنجشیر ولایت د نوري فایبر له ملي شبکې سره نښلول کیږي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۲۸
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او منظورۍ پر اساس، پنجشیر ولایت به ډیر ژر د نوري فایبر ملي شبکې سره ونښلول شي.

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي عبدالحمید نوري په دې هکله جوړې شوې غونډه کې ویلي، د دې ملي پروژې عملي چارې به په راتلونکې میاشت کې پیل شي او ورسره به هغه سیمې چې پلان کې نیول شؤي نوري فایبر سره وصل شي.

د ښاغلي نوري په وینا، د دې پروژې تطبیق لپاره پلان چمتو او  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په ځانګړې لارښوونه، اوس د پلي کېدو په پیل کې ده.

دا پروژه له ګلبهار څخه د پنجشیر ولایت  تر بازارک پورې د ۳۶ کیلومترو په اوږوالي دیاد ولایت د شتل، عنابې او رخې ولسوالیو اړونده سیمو کې تطبیقیږي.

د یادونې وړ ده چې د پنجشیر ولایت اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړې ده او دا پروژه یې په یاد ولایت کې د مخابراتي زیربناوو د پیاوړتیا او ډیجیټل خدمتونو پراختیا لپاره یو مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته