پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۱:۵۷
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو تر منځ د نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو، له ۲جي څخه ۳جي ته او د ۳جي څخه ۴جي ته د انټرنیټي خدمتونو ظرفیت د لوړولو او همدا راز د مخابراتي او انترنیټي خدمتونود لاښه والي په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې د نویو مخابراتي سایټونو جوړول باید د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان مطابق ترسره کړي او ۴جي ته د خپلو مخابراتی او انټرنیتي خدمتونو کیفیت لوړکړي. 

د یادونې وړ ده چې پنجشیر ولایت کې موجوده مخابراتي شرکتونو مسئولینو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته