ټسټ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دی اس ال څه ډول تكنالوژي ده ؟  

         د مخابراتو او مــــــــعلوماتي تكنــــالوژي وزارت نن بيا  ديو ي بلي ژمني په پلي كيدو بريالي شو  دروان كال دجدي دمياشتي په دوهمه نيټه  د ډي اس ال تكنالوژي  دخدمتونو دوړاند كولو تړون لاس ليك شو  او دادي نن  په ډيره لنډه موده كې ددغه تړون پروژه ګټي اخستني ته چمتو شوه دمخابراتو او معلوماتي تكنالوژي به په تيرو لاس ته راوړنوبسنه ونكړي او لا به هم خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي تر څو په مخابراتي برخه كې خپل ګران ټاټوبي د سيمو دهيوادونو سره سيال او وګړي يي د لا ښه مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي  د DSL پرمختللي تكنالوژي په واسطه دديجيتل مزي لرونكي تيليفون له لاري په چټكي سره غږيز ويديويي او انترنتي  خدمتونو زمينه برابر يږي  .
ددغي پروژي په تطبيق سره دمزي لرونكي ديجيتل تيليفون هر مشترك كولوي شي ديو مودم په نصبولو په يوه وخت كې له تليفوني او انترنتي خدمتونو څخه برخمن شي
دغه خدمتونه دDSL تكنالوژي له لاري شركتونو روغتونونو،تحصيلي موسساتو، غير دولتي موسساتو او هم په يوازي دول مشتركينو ته په تيټه بيه انترنتي چټك خدمتونه وړاندي كوي او په ماركيت كې د اوسنيو بيو په انډول  په سلو كې 80 ټيټ دي .
دغه تكنالوژي د اوس دپاره يوازي دكابل په ښاركې دګټي اخستني دپاره وړاندي كيږي او په نظر كې ده چې په راتلونكو دوه يا دريو مياشتو كې دكندهار، هرات ، مزار شريف ،جلال آباد او كندز ته دګتي اخستني لمن وغزول شي .
په هم دي اړه دروان كال دكب دمياشتي په درويشتمه نيټه دمخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت دغونډو په تالار كې په يوه خبري ناسته كې دمخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلې انجنيراميرزي سنګين په داسي حال كې چه دوزارت تخنيكي مرستيال ښاغلې انجنيربريالي حسام ، دوزارت رهبري پلاوي هم حاضر وه د DSL د پروژۍ دارښت په اړه رڼا واچوله او زياته يي كړ: ( ددغي پروژي په فعاليدو سره دانترنت په برخه كې به زموږ دګران هيواد وال لپاره زياتي اسانتياوي برابرشي او هغه شكايتونه چه مخكې موجود وه په بشپره توګه به له منځه لاړي شي )
دغونډي په وروستي برخه كې ژورنالستانو دموضوع په اړوند پوښتني وكړي چه دښاغلې اميرزي سنګين له خوا هراړخيز ځوابونه وويل شوه .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته