نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
ولایت نورستان افغانستان

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د واما ولسوالۍ په پونس سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته