ننګرهار ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه
د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.
د دې څارنې په ترڅ کې دوه کارګو شرکتونو چې غیر قانوني ډول یې فعالیتونه تر سره کول، له لومړي شرکت څخه تعهد واخیستل شو او د دوهم شرکت فعالیتونه متوقف او دفتر یې لاک او مهر شو.
او همدا راز ټولو پوستی او کارګو شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې د غیر قانوني خدمتونه له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .
او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.
دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.
