ننګرهار ولایت  جلال آباد ښار د تالاشي څلور لاري  کې د روشن مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۲:۴۲
خدمات مشتریان روشن

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت مسئولینو د ګډو هڅو په پایله کې د ننګرها ر مرکز جلال آباد ښار اړوند د تالاشي څلور لاري کې د پېرودونکو د خدمتونو نوې څانګه چې په ټولو امکاناتو سمبال ده د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه چې د دې څانګې په پرانېستلو سره به د جلال آباد ښار د یادې سیمې د اوسیدوونکو ستونزې حل شي .

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د دغې څانګې د پرانستلو له امله خوښي څرګنده کړه او د  جلال آباد ښار په نورو برخو کې یې د روشن مخابراتي شرکت د استازولیو د پراختیا ، لرې پرتو سیموته د مخابراتي خدمتونو د غزولو او د یاد ولایت اوسیدونکو لپاره یې د سیکارتونو دثبت په لړۍ کې د آسانتیاو برابرولوغوښتنه وکړه .

 دغه راز د ياد شوي شرکت مسوولينوپه نوموړي ولایت کې د خپلو خدمتونو دپراختیا اود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا اداری د کړنلارې د بشپړعملی کولو ژمنه څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته