ملت ته د دولت حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.
پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د دغه وزارت د کړنو او فعالیتونو په اړه لازم توضیحات ورکړل ښاغلي وزیر صاحب هېواد کې د غیر اخلاقي سایټونو د بندولو د عوایدو لوړوالی، مخابراتي پوښش پراختیا دولتي اداراتو ته د مهمو سیسټمونو جوړول او نورو برخو په تړاو، معلومات وړاندې، کړل. الحاج مولوي نجیب الله حقاني وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د وزارت په عوایدو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی. دغه راز د کریډیټ کارډونو په ٪۱۰مالیه کې ٪۴۴، د افغان پوسټ خالصو عایدو کې ٪۱۰۲ او د ټي ډي اف صندوق په عایدو کې ٪۶۶ زیاتوالی راغلی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ډیجیټل حکومتوالۍ د سیستمونو د جوړولو په اړه وویل: چې د ۳۹ سیستمونو له ډلې څخه ۲۳ سیسټمونه په بېلابېلو ادارو کې جوړ شوي د ۱۶ نورو د جوړولو کار روان دی او د شل نورو سیسټمونو وړاندیز شوی چې د هغوی کارونه به هم پیل شي.
همدا راز ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتي پوښښ په اړه وویل چې د هېواد ډېری محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي چې له فتحې وروسته ۵۹۱ سایټونه نوي نصب شوي او ۲۴۷ تخریب شوي سایټونه بیا رغول شوي او خدماتو ته وړاندې شوي.

د مخابراتو وزیر څرګنده کړه، چې د ټي ډي اف د صندوق په لګښت پر ۳۳ مخابراتي سایټونو کار روان دی او ۲۷۹ نور سایتونه تر ارزونې لاندې دي، چې له بررسۍ وروسته به پر هغو هم کار پیل شي او په دې توګه به د افغانستان ډېری لرې پرتې سیمې له نړۍ سره ونښلول شي.
د مخابراتو وزیر څرګنده کړه، چې د ټي ډي اف د صندوق په لګښت پر ۳۳ مخابراتي سایټونو کار روان دی او ۲۷۹ نور سایتونه تر ارزونې لاندې دي، چې له بررسۍ وروسته به پر هغو هم کار پیل شي او په دې توګه به د افغانستان ډېری لرې پرتې سیمې له نړۍ سره ونښلول شي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند محترم عنایت الله الکوزي د مخابراتو وزارت یو کلن راپور په تفصیلي ډول د هېواد د ملي رسنیو له لارې هیوادوالو ته وړاندې کړ.
محترم الکوزي څرګنده کړه: هغه سیستمونه چې د وزارتونو او نورو ادارو لپاره د، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا جوړ شوي، د ثبت او احصایوي معلوماتو سیستم، د تقنیني اسنادو د مدیریت او انسجام سیستم، د فریکونسیو د مزایدې پراختیا او تطبیق سیستم، د سیم کارتونو د مدیریت سیستم، د هویت کارت صادرولو سیسټم، د هویت د تثبیت سیسټم، د بانکدارۍ سیسټم، د بریښنایی تذکرو د فورمو سکین کولو سیسټم، د بریښنایی حاضرۍ سیسټم، د ځمکني ترانسپورت مدیریت سیسټم، مالي او عملیاتي مدیریت سیسټم، ، د انسجام او ګودامدارۍ مدیریت سیسټم، د تقاعد سیسټم، تالیف او ترجمې سیسټم، د ګمارنې او ترفیع سیسټم، او د خصوصي محصلانو د چارو سیسټم، د جایدادونو لارښود سیسټم، د مدیریت سیسټم، د جرمونو احصایې او حکمونو د تعقیب سیسټم، د مرکزي ډیجیټل جوړوني سیسټم، د جواز مدیریت او نور سیسټمونه دي.
د وزارت ویاند په خپل راپور کې زیاته کړه، چې د مخابراتي شبکو ترمنځ د مخابراتي ټلیفوني، اړیکو بیې چې پخوا په یوه دقیقه کې له ۲،۵ تر ۳،۵ افغانۍ وې، اوس په یوه دقیقه کې ۱.۸۵ افغانۍ او د بېلابېلو شبکو ترمنځ ۲.۲ افغانۍ ټاکل شوې دي.
د پروګرام په پای کې خبریالانو خپلې پوښتنې مطرح کړې چې د مخابراتو وزارت د مسئولینو له خوا ځوابونه ورکړل شول.
و من الله توفیق
