معصومه خاوري په مخاراتو وزارت کې د وزارت موخو ته د رسیدو د همغږۍ د زیاتوالي په خاطر د ۳۳ ولایتونو د ‏مخابراتو ‏رییسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۵:۳۷
جلسه انلاین با رئیسان ولایات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومې خاوري د ۳۳ ولایتونو د مخابراتو رییسانو سره د کابل ولایت ‏د ‏مخابراتو رییس او یو شمیر مرکزي چارواکو په شتون د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې‎.‎

په دې ناسته کې د وزارت درې کلن ستراتیژیک پلان، د ژنیو کنفرانس کې د ژمنو تعقیب، د افغانستان د ډیجیټل کولو ملی ‏کنفرانس، ‏او د ډیجیټل مهارتونو وده او پراختیا لپاره د ولایتي روزنیز ورکشاپونو جوړولو په اړه بحث وشو‎.‎

جلسه انلاین با ولایات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې آغلې معصومه خاوري د ولایتي مسئولینو د هڅو د ستاینې پرمهال په ولایتونو کې ‏د ‏ډیجیټل کولو په برخه او لازمو کړنلارو جوړولو کې د چارواکو د هراړخیزو هڅو غوښتنه وکړه‎.‎

وروسته د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیسانو هر یو په خپل وار سره؛ خپلې ستونزې ، وړاندیزونه او ‏نظریات ‏د وزارت مشرتابه سره شریک کړل.‏

په پای کې، میرمن خاوري د مخابراتو ولایتي رییسانو وړاندیزونو او نظریاتو اوریدلو پرمهال له دوي څخه وغوښتل چې ‏د ‏وزارت د درې کلن پلان په اړه په راتلونکو لسو ورځو کې خپل پلانونه او وړاندیزونه له وزارت سره شریک کړي تر څو ‏دا ‏ستراتیژۍ ژر تر ژره نهایی او پر اساس یې نورې پریکړې او اقدامات ترسره شي‎.‎

جلسه انلاین با رئیسان ولایات

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته