معصومه خاوري د نړۍ د مخابراتو اتحادیې په آنلاین کنفرانس کې برخه واخیسته

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۵۵
کنفرانس آنلاین ITU

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومې خاوري د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب د مخابراتو ‏نړیوالې اتحادیې (‏ ITU ‏) کنفرانس کې چې آنلاین جوړ شوی وو برخه اخیستې وه او نويو ټکنالوجیو ته د لاسرسي لپاره د ډیجیټل ‏مهارتونو د لا ډیرو فرصتونو رامینځته کولو او د افغاني ټولنې، په ځانګړي توګه افغان ښځو ته د لا زیاتو فرصتونو رامینځته ‏کولو باندې ټینګار وکړ.‏

یاد کنفرانس د "ډیجیټل مهارتونو په برخه کې د افغانستان میرمنو پیاوړي کول" تر سرلیک لاندې د اتحادیې غړو په حضور جوړ ‏شوی وو.‏

کنفرانس آنلاین ITU

په غونډه کې د مخابراتو وزیرې وویل چې د جګړې، تاوتریخوالي او محرومیت شرایطو سره، ټکنالوجي اوس د افغان ‏میرمنو لپاره ښه فرصتونه چمتو کړي دي ترڅو خپل غږونه را پورته کړي او خپلو حقونو ته لاسرسی لپاره ټکنالوجي په مؤثره ‏توګه وکاروي. هغې زیاته کړه چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د ښځو حقونه د افغانستان حکومت لپاره یوه مهمه مسله ده.‏

نوموړې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې څرګنده کړه چې ښځې د نارینه وو په پرتله ټکنالوجۍ ته لږ لاسرسی لري او ټینګار ‏یې وکړ چې د ټکنالوجۍ پرمختګ کولی شي د جنسیتي مساواتو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.‏

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خپلې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته