مطبوعاتی اعلامیه:‌د لومړي ځل لپاره یو افغان د انټرنيت د مديرت په فورم کي د مشرانو پلاوي غړيتوب تر لاسه کړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

مطبوعاتی اعلامیه

اپریل ۱۹، ۲۰۱۶

 

د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ معین، جلالتماب ښاغلي محمد ايمل مرجان، همداراز د افغانستان د سایبر د امنیت سلاکار ښاغلي زمریالی وفا، د انټرنېټ د مديريت د نړيوال فورم د مشرانو پلاوي غړی، عمر انصاري سره، د انټرنېټ پر عمده مسايلو وغږېد.

د لومړي ځل لپاره يوه افغان د انټرنيت د مديرت په فورم کي، د Multistakeholder Advisory Group (MAG) د مشرانو پلاوي غړيتوب تر لاسه کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت/ کابل (۱۹/۴/۲۰۱۶): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت معين، محمد ايمل مرجان، د افغانستان سرلاری کارپنځګر، عمر منصور انصاري، چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي لخوا د نړيوال انټرنېټ حکومتوالۍ د فورم (آی جي اېف - IGF)‌ د مشرانو پلاوي د غړي په توګه ټاکل شوی، په خپل دفتر کې وليد. په همدې حال کې د افغانستان د سایبر د امنیت سلاکار، ښاغلي زمريالي وفا، هم په ناسته کې ګډون در لود. درې واړو د انټرنېټ پر عمده مسايلو خبرې وکړې. آی جي اېف د بېلابېلو ذیدخلو اړخونو يو ګډ پلټفارم دی چې د انټرنېټ اړوندو پاليسيو باندې د بحث زمینه برابروي.

ښاغلي مرجان، عمر انصاري ته په آی جي اېف کې د مشرانو پلاوي د مقررۍ مبارکي ورکړه او دده د فعالیتونو او په افغانستان او سيمه کې د آی جي اېف د کارونو په برخه کې يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشپړ ملاتړ ډاډ وکړ. نوموړي ښاغلي انصاري ته دده د مقررۍ په اړه وويل: "دا د افغانستان لپاره يو لوی پړاو او لاسته راړونه ده. په نړيواله کچه د روابطو جوړولو، حوصلې او تداوم په برخه کې ستا د هڅو منندوی يم، چې د نړۍ په کچه دې د افغانستان او د مخ پر دې هېوادونو غږ پورته کړی دی."

د ناستې په ترڅ کې ښاغلي مرجان او ښاغلي انصاري د نظر تبادله وکړه او د راتلونکي کال لپاره يې پر پلانونو بحث وکړ. په دغه بحث کې : د افغانستان ملي آی جي اېف، او د مرکزي آسيا سيمه ييز آی جي اېف پيلولو، په خصوصي، مدني ټولنې، تحصيلي او حکومتي سکتورونو کې له فعالانو سره د انټرنېټ د مديريت، پاليسي او مقرراتي موضوعاتو باندې پر کار کولو خبرې وشوې. ښاغلي مرجان د افغانستان سایبر امنیت سلاکار ښاغلي زمریالي وفا ته سپارښتنه وکړه، چې له ښاغلي انصاري سره د راتلونکو دوولسو مياشتو لپاره د فعاليتونو پر يوه مهالوېش کار وکړي، تر څو افغانستان د نړيوال انټرنېټ موضوعاتو باندې د مباحثو يوه فعاله ټولنه رامنڅته شي.

د آی جي اېف په اړه:

په ۲۰۰۶ کال کې د معلوماتي ټولنې نړيوالې سرمشريزې (WSIS) لخوا جوړ شوی، آی جي اېف نن د ګڼو فعالانو يو نړيوال فورم دی چې د انټرنېټ د مديريت اړوندو عامه پاليسيو باندې کار کوي. آی جي اېف ته د ملګرو ملتونو ماموريت دا صلاحيت ورکوي چې په مساويانه توګه د ټولو فعالانو خدمت وکړي. د ديالوګ لپاره د يوه جرګه ځای په توګه آی جي اېف هغه ستونزې په نښه کوي، چې نړيواله ټولنه بايد رسېدنه ورته وکړي او هغو تصاميمو ته شکل ورکوي چې په نورو فورمونو کې اخيستل شوي وي. آي جي اېف په همدې خاطر په نورو ادارو کې د مذاکراتو او تصميم نيونې لپاره د يوې نړيوالې اجنډا د ترتيبولو په برخه کې خورا ګټور واقع کېدای شي. د آی جي اېف د ماموريت او نورو معلوماتو لپاره:

http://www.intgovforum.org/cms/aboutigf

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته