مرکز حکومتداری الکترونیک افغانستان با حضور مقامات عالی رتبه دولتی افتتاح شد

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳۰ - ۱۶:۳۰
مرکز حکومتداری الکترونیک افغانستان با حضور مقامات عالی رتبه دولتی افتتاح شد

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې میاشتې په ۳۰ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د الکترونيکي حکومت والی مرکز په داسې حال کې چې محترم پروفیسر دکتور همایون قیومی او ښاغلي شهزاد اریوبي هم شتون درلود پرانستل شو.
ددغه مرکز د جوړیدو موخه د یو چت لاندې د وزارت د مسلکي، تخنیکي او تحقیقي کارکوونکو له لوري په هېواد کې د الکترونیکي حکومت والی چټکوالی، د اوسني وضعیت ارزیابي، د اداري او عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، په بیلابیلو برخو کې  د نوی ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې د تخنیکي متخصیصونو له پاره د علمي څيړنو زمنیه برابرول او ګټه پورته کول، د پالیسیو او استراتیژيو تدوینولو دي.
د ننني عصر د ټکنالوجۍ څخه په ګتې اخیستنې او د الکترونیکي حکومت والی په تطبیق سره به په حکومتي ادارو کې کاري پروسې ساده، هېوادوالو ته به خدمتونه چټک او بهتر شي او په پایله کې به د بروکراسی او فساد مخه ونیول شي.
دا مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکترونیکي حکومت والی او د معلوماتي امنیت  قانون تدوین کړی او د تدقیق په غرض يې عدليې وزارت ته لیږلی چې په تنفیذ سره به د چټکې  الکترونیکي حکومت والي د تطبیق له پاره زمنیه مساعده شي.
همدارنګه الکترونيکي حکومت والي روغتیا او د پوهنې برخې د خپل پوښښ لاندې نيسي.
د یادولو وړ ده چې مخابراتو وزارت د الکترونیکي تذکرو سیستم چې د الکترونيکي حکومت والی اساس تشکیلوي جوړ او په دومداره توګه له هغې څخه تخنیکي حمایت کوي، الکترونيکي سیستم د پاسپورټ، د کار د جواز ویش  او ترافیکی خدمتونو ایجاد  او د تذکرې سره نښلوي.
همدارنګه مخابراتو وزارت توانیدلی چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې په اوو ادارو کې د پلات فارم واحد برنامه  (GRP)   Government Recourse Planning پیل کړي او په پام کې لري چې په راتلوونکي کال کې ټولې دولتي ادارې د خپل پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته